راپور: حبیب الرحمن تاثیر
۱۵ د فبروري ۲۰۱۶
د سیمې ځایي خلګ وايي چې د غزني له مرکز څخه په لس کیلومترۍ شمال لوېدیځ لورته پرته د واغظ په ولسوالۍ کې د جیټ په نوم د ډبرو په کان کې د وسله والو طالبانو په مرسته د خارجي کانکیندونکیو له لورې کیندنې روانې دي، دوی وایي: د یادې ولسوالۍ د رڼاخېلو تور کلي په سیمه کې چې د پاکستاني انجنيرانو له لوري پرې کار پيل شوی او وسله والو طالبانو يې د امنيت ساتنې زمه واري په غاړه اخيستې ده، د دغه قیمتي ډبرو موټران د وسله والو په بدرګه پاکستان ته انتقالېږي.
دا چې غزنی په بېلابېلو ولسوالیو کې له معادن څخه برخمن ولایت دی، نو د دغې سیمې یو تن اوسېدونکی عبدالکریم وايي: که څه هم وسله وال طالبان ټینګار کوي چې دغه انجیران داخلي او د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ خلګ دي خو له ژبې او کړو وړو څخه مالومېږي چې هغوی داخلي نه بلکې خارجي او د جنوبي وزیرستان خلګ مالومېږي، دی زیاتوي: کیدی شي دا کان د وسله والو له لوري پاکستانیانو ته په قرارداد ورکړل شوی وي چې د انجینرانو ترڅنګ کارکوونکي او مزدوران یې هم ځايي خلګ نه بلکې له بل ځای څخه راوستل شوي کسان دي.
که د سیمې زیاتره خلګ ټینګار کوي چې د جیټ ډبرو دغه کان ته څوک نزدې نه ورپرېښوودل کېږي، نو شیرجان هم وایي: د وطن دغه ښایسته ډبرې چې خام زرغون او خام اسماني رنګ لري او هره ډبره یې شاوخوا کیلو او نیم کیلو وزن لري، شاید د ډېرو لږو پاکستانيو کالدارو په بدل کې له همدغه سيمې څخه پاکستان ته وړل کېږي، که يې دولت غم ونه خوري، نو ښايي چې دغه کان به ډېر ژر د خپل سريو کندنو په پايله کې له منځه ولاړ شي، دی زیاتوي: که دولت په ياده سيمه کې د کان د خپل سريو کندنو مخه ډب نه که، نو لرې نه ده چې په نورو سيمو کې هم کشف شوي کانونه له ورته برخليک سره مخ شي.
په غزني کې د ولسي خلګو ترڅنګ دولتي چارواکې هم دغه کندنې منی او د ولایتي شورا غړی امان الله کامراني یې په اړه وایي، زما د مالوماتو په اساس د واغظ په هغه سیمه کې چې د هزاره او پښتنو ترمنځ پرته سیمه ده کندنې په کې روانې دي چې وسله وال طالبان یې د ټراکټرانو او ځینې نورو وسایلو په واایسته سره کاږي او هر موټر د څلور لکه پاکستانیو کالدارو په بدل کې ورکوي، لنډه دا چې امنیت یې طالبانو نیولی او کندنې پاکستانیان کوي.
که څه هم د ولایتي شورا غړی کامراني وايي چې دلته د دولت امنیتي سرتیري شتون نه لري او وسله وال په ډاډه زړه د پنجابي انجنیرانو په مرسته کندنې کوي، خو د غزني ولایت والي امان الله حمیمي هم د دغه معدن کندل مني او وايي: له څه مودې څخه د وسله ولو له لوري په پټه کندنې په کې روانې دي او دا چې هغوی د غلو په رنګه کله کله په کندنو لاس پوري کوي، موږ تصمیم لرو چې د دغه کار مخنیوی به کوو، که کامراني وایي چې وسله وال زیاتې پیسې له دې لارې ترلاسه کوي او یو موټر په څلور لکه پاکستانۍ کالدارې پلوري، نو حمیم زیاتوي: موږ ته دا نه مالومیږي چې څومره پیسې په د دغه معدن له لارې د وسله والو لاس ته ورځي.
دا چې د واغظ ولسوالۍ د رڼاخېلو دغه سیمه د غزني مرکز ته بېخي نزدې او یواځې د څو دقیقو لاره ده، نو داسې څرګندېږي چې په غزني کې د نورو کانونو د خپل سرو کندنو په رنګه چې: ویل کېږي دولتي چارواکي او د ولسي جرګې غړي په کې لاس لري، د دغه کان په سر هم د سیمیز دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ معاعده شوې وي، ځکه چې نه یې دولت مخنیوی کوي او نه هم ورسره غبرګون ښیي، چې د دغه ولایت والي په هره جلسه او غونډه کې هم د کانونو د کندنو یادونه کوي.
نظرات شما عزیزان: